امنیت

په ننګرهار کې يو ريکشا چلوونکى د ماين اېښودلو په تور ونيول شو

٥٠- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
په ننګرهار کې يو ريکشا چلوونکى د ماين اېښودلو په تور ونيول شو.
د ملي امنيت منسوبينوپه طلحه مشهورکامران نن له جلال اباد ښار څخه هغه وخت ونيوه چې غوښتل يې د دولتي کارکوونکوپه موټر کې ماين ځاى پرځاى کړي.
د ننګرهار يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې له دغه ريکشا چلوونکي څخه دوه مقناطيسي ماينونه او د داعش بيرغ ترلاسه شوى دى .
هغه په لومړنيو تحقيقاتوکې ويلي دي چې په جلال ابادښار کې د دولتي کارکوونکو او د پوځي افسرانو په موټرو کې د ماين لګولو ته ګومارل شوى و .
درې ورځې مخکې هم په ننګرهار کې يوتن چې ريکشا چلوونکى و، په جلال اباد ښار کې په يوموټر کې د ماين د ځاى پرځاى کولو په وخت کې ونيول شو.
ختم_ ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته