امنیت

په نورستان کې افغان ځواکونه وستایل شول

پارون/ د وري ۱۸ مه/ باختر
د نورستان مرکز پارون ته نن د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین سترپاسول عبدالصبور قانع په مشرۍ د ملی امنیت ولایتي مرستیال ډګرجنرال نظر علي واحدي، د کونړ امنیه قومندان محمد یوسف مظلوم یار او د دغه ولایت د ملی امنیت مرستیال سیدحکیم همدرد سفر وکړ.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ پلاوي په دغه ولایت کې د امنیت وضعیت وارزاوه او یو شمېر افسران یې هم په ستاینلیکونو وستایل.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته