ټولنه

په نورستان کې پنځه سوه مېرمنو ته کور دننه کاري زمینې برابرې شوې دي

کابل/ د مرغومي٢٠مه / باختر
په نورستان کې۵۰۰ مېرمنو ته د کرکېلي په برخه کې په کور دننه د کار کولو زمينه برابره شوې ده.
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ ريیس عبدالوهاب نسیمي رسنيو ته وویل چې په دې ولایت کې مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو او د سبو د پروسس د لارو چارو په ښودلو سره د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه وویل چې د دې ترڅنګ د نورستان د کرنې ریاست له خوا مېرمنو ته د زعفرانو کښت او راټولولو، د سبو او ترکاریو د کرکېلي عملي او نظري روزنيز پروګرامونه هم جوړ شوي دي.
له دغو وېشل شویو کورنیو باغچو څخه موخه د خوراکي خوندیتوب رامنځته کول، د کلیوالو بېوزلو کورنیو اقتصادي وده، د بېوزلۍ د کچې ټېټول او مېرمنو ته د کاري زمینې برابرول دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته