ټولنه

په نيمروزکې داسلامي امارت مسوولينو د هوټلونو خاوندانو ته لارښوونه وکړه چې مسافروته اسانتياوې برابرې کړي

کابل /د تلي ٦مه /باختر
د نيمروز د دعوت اوارشاد، امر باالمعروف اونهي عن المنګر د رياست مسوولينو په زرنج ښار کې د هوټلونو خاوندانوته لارښوونه وکړه چې مسافروته اسانتياوې برابرې کړي اوله هغوى سره غوره چلند وکړي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د نيمروز د دعوت او ارشاد امر باالمعروف اونهي عن المنګر رياست مسوولينو د هوټلونو او مسافرخونو کارکوونکو ته د مناسب ځاى ، خوړو، د لومړنيو توکو د تامينولو، کورنيواوانفرادي مسافرانوته د جلا جلا ځايونو د برابرولو په اړه لارښوونې وکړې.
هغوى څرګنده کړه چې د هوټلونواو مسافرخونو مسوولين دې بايد له مسافرو سره انساني اوعاجزانه چلند وکړي او د اسلامي شريعت له مخې دې مسافروته لازم خدمتونه وړاندې کړي.
دهوټلونو او مسافرخونو مسوولينو د افغانستان د اسلامي امارت له پاملرنې په قدرداني سره ژمنه وکړه چې مسافروته لازم انساني خدمتونه برابروي اومسافرو هم د دعوت اوارشاد اوامرباالمعروف اونهي عن المنګر له دغو کړنو خوښي څرګنده کړه اود افغانستان د اسلامي امارت ته يې د برياليتوب هيله وکړه.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته