فرهنګ

په نيمروز کې د مشاعرې غونډه جوړه شوه

کابل / د وږي ۱۹مه / باختر
د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اسلامي امارت د مجاهدينو د برياليتوب په مناسبت د مشاعرې غونډه جوړه کړه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د یوشمېر ديني عالمانو، شاعرانو او د رسنيو د کارکوونکو په ګډون جوړه شوه، د زرنج ښار يو ديني عالم مولوي محمد انور انوري د شاعرانو او شعر د مقام په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل چې شاعران د رسول الله (ص) له زمانې څخه ګټور فعاليتونه درلودل او زیاته یې کړه چې شاعران بايد په خپلو شعرونو کې فرهنګي او اسلامي مسئلې رعايت کړي.
وروسته شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته