امنیت

په نيمروز کې د پوليسو يو افسر شهيد شو

۴۲- کابل / د سلواغې ۱۱ مه / باختر
د نيمروز د پوليسو يو افسر پرون د يو سرتېري په ډزو کې شهيد کړای شو.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دويمې حوزې له جنايي جرمونو سره د مبارزې آمر څارمن محمد حنيف هغه وخت شهيد کړاى شو چې د ګزمې پر وخت د پوليسو يو سرتېري پرې ډزې وکړې.
خبرځاى زياته کړه: د پېښې علت تراوسه روښانه نه دى او په اړه یې څېړنې دوام لري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته