ښوونه او روزنه

په هرات کې سلګونو زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوه

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
په هرات کې د يوه ښوونځي په جوړېدو سره سلګونو زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوه.
دغه زده کوونکي د ښوونحي د لرې والي په دليل د ښوونځي پرېښودو ته اړ شوي وو چې د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې د دوى کورونو ته څېرمه يو ښوونځي جوړ کړ.
د دغه ښوونځي په ودانۍ کې اته درسي خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي چې په يو وخت کې د ٤٠٠ زده کوونکو ظرفيت لري.
د هرات د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دوى د دغه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو لپاره ۵ میليونه ۵۰۰ زره افغانۍ لګولې دي.
ختم- ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته