امنیت

په هرات کې څه د پاسه ۱۷۰تنه د جنایی جرمونو په تور ونیول شول

کابل /دسلواغې ۲مه /باختر
د هرات امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې په تېره یوه میاشت کې د جنایی جرمونو په تور د ۱۷۴ تنو د نیولو خبر ورکوي.
د هرات یو امنیتي خبرځای د باخترآژانس خبریال ته وویل د هرات د امنیې قوماندانۍ ځواکونو په تېره یوه میاشت کې په څو عملیاتو کې ۱۷۴ تنه د وژنې، انسان تښتونې، وسله والو غلاو، د وسایطو د غلاوو، د الکولي مشروباتو د تولید او پلورنې په تور د هرات له ښار او د هرات له ولسوالیو څخه نیولي دي.
د خبرځای د څرګندونو له مخې له نیول شویو کسانو څخه ۱۳ وسلې ۳۰ نقلیه وسایط ۲۰۰ الکولي مشروبات ۳۰ موبایلونه او ۵ کیلوګرامه نشه یی توکي ترلاسه شوي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته