فرهنګ

په هلمند کې د سلطان مسعود تاريخي ودانى دغاصبينوله منګولو وژغورل شوه

کابل /د ليندې ١٦مه /باختر
په هلمند کې د سلطان مسعود غزنوي تاريخي ودانى د غاصبانو له منګولو ازاده شوه.
دغه ودانى چې ١٣٠٠ کلنه لرغونتيا لري دهلمند د مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه موقعيت لري .اوهغې ته د نه پاملرنې او د وخت د تيرېدو په دليل د نړېدو په حال کې دى.
په وروستيوکلونوکې په لسګونوجګړه ځپلو او بېوزلوکورنيو د دغې تاريخي ودانى په ځينوسيمو کې ځاى پرځاى شوي و اوژوند يې کاوه.
يوشمېر دغوکورنيود سلطان مسعود غزنوي د ودانى په انګر کې د خونو په جوړولو لاس پورې کړې دې.
د هلمند د اطلاعاتواو فرهنګ رياست مسوولين وايي چې په دې بريالي شوي دي چې دغه تاريخي ودانى د غاصبانو له منګولو وژغوري.
اوس د سلطان مسعودغزنوي د تاريخي ودانى د ترميمولو اوبيا رغاونې لپاره هڅې دوام لري.
د هلمند د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د فرهنګي ميراثونود څانګې يومسوول باختراژانس ته وويل: له هغه وروسته چې دغه تاريخي ودانى مو دغاصبانوله شره وژغورله اوس هلې ځلې کوو چې دهغه د ترميمولو اوساتنې لپاره مالي منابع پيدا کړو.
هغه وويل، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د دغې تاريخي ودانى د ترميمولولپاره هڅي پيل کړي دي.
ټآکل شوي ده دغه تآريخي آثآر د تاريخي لرغونتيا اود معماري اصالت په ساتنې سره ترميم شي.
سلطان مسعودغزنوي د سلطان محمود غزنوي زوى وچې له ٤٢١هجري کال څخه تر ٤٣٢کال پورې حګومت وکړ.
د سلطان محمودغزنوي په مړينې سره دهغه د وصيت له مخې دهغه زوى محمد دهغه ځاى ناستې شو خو مسعود چې تل ځان د پلاربرحقه ځاى ناستې باله وکولاى شول له جګړې پرته خپل ورور ونيسي اوهغه ړوند کړي اوپه خپله د چارو واک يې په لاس کې واخيست.
د مسعود لنډ مهالې سلطنت له پيل څخه تر پاى پورې د درباريانو د ډول ډول توطيو اودهغو کسانو ترمنځ د دايمي تاوتريخوالي ډګر و چې د سلطان محمود له وخت څخه دهغه په دربارکې نفوذ کړي و.
افغانستان په بډاى تاريخ او د ستروتمدنونو په تېرېدو سره زيات تاريخي ودانى لري
هغه ودانى چې خپله د تاريخ په اوږدوکې د دغه هېواد ستر ښکارندوي دى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته