امنیت

په هلمند کې وسلې او مهمات ترلاسه شول

کابل / د مرغومي ۱۳مه / باختر
د هلمند د استخباراتو ریاست منسوبینو په دغه ولایت کې د یولړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې یوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو وسلو او مهماتو کې ۱۹ کلاشینکوفونه، دوه توغندي، یو درازنوف، زرګونه ګولۍ او نور بېلابېل مهمات شته.
دغه وسلې او مهمات په غیرقانوني ډول ساتل کېدل چې د افغانستان اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلل.
تراوسه د یادو وسلو او مهماتو د ساتلو په اړوند څوک نه دي نیول شوي، خو د د نیولو لپاره یې هڅې پیل شوې دي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته