ټولنه

په هلمند کې ویجاړو شويو عامه تاسیساتو خلک له ستونزو سره مخ کړي

لښکرګاه/ د وري ۲۸ مه / باختر
په هلمند کې یو شمېر ولسي وګړي وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د بې ګناه افغانانو پر وژل کېدو سربېره عامه تاسیسات ویجاړ کړي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
د هلمند دوو  اوسېدونکو  د نوم نه ښودلو په شرط  باختر اژانس ته وویل چې افغان دولت په دغه ولایت کې زیات شمېر روغتیایې مرکزونه، ښوونځي او سړکونه جوړکړي؛ خو وسله والو طالبانو د جګړې پر مهال له منځه وړي دي.
دوی د وسله والو طالبانو دغه کړنې یو غیر اسلامي عمل بولي او له ولسونو غواړي چې د طالبانو پر وړاندې د دغه ډول نادودو د مخنیوي په پار پاڅون وکړي  .
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال روح الله احمدزی وايي سربېره پر دې چې په دغه ولایت کې افغان ځواکونو د طالبانو د یو شمېر بریدونو مخه نیولې؛ خو سره له مخنیوي بیا هم وسله والو طالبانو د هلمند په ګډون د هېواد په زیات شمېر ولایتونو  کې پلونه،  پلګوټي، دولتي او غیر دولتي عامه تاسیسات له منځه وړي دي چې له امله یې ولسي وګړي له ګڼو  ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هلمندیان په داسې حال کې طالبان د عامه تاسیساتو په ورانولو تورنوي، چې څه موده وړاندې طالبانو په دغه ولایت کې  لوی لوی  بریدونه تر سره کړل چې پر مهال یې زیات شمېر عامه تاسیسات ویجاړ شول.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته