TOPنړۍ

په هند کې په کووېډ -١٩ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ٢١میليونو څخه واوښت

نوى ډيلى / د غويي ١٧ مه / باختر
هند په کووېډ -١٩ ناروغۍ د اخته او مړه شویو کسانو د نوي ريکارډ خبر په داسې حال کې ورکوي چې عفونت له ښارونو څخه کليو ته خپور شوی دی.
د هند د روغتيا وزارت د رپوټ له مخې؛ کروناویروس پرون د ۳ زره ٩٨٠ تنو ژوند واخيست او په دغه هېواد کې د دغه ویروس ۴١٢ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.
هند د کووېډ -١٩ د څه دپاسه ٢١ میليونو کسانو د اخته کېدو او د څه دپاسه ٢٣٠ زرو تنو د مړينې په ثبت سره له امريکا وروسته د نړۍ دويم هېواد دى.
د کووېډ -١٩ د پيښو بې ساری زياتوالى د هند په روغتونونو په تېره بيا د نوي ډيلي ښار په روغتونونو کې د اکسيجن او بستر د جدي کمښت سبب شوی دی.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته