روغتیا

په هیواد کې د ۲۰۲۱ کال د پولیو واکسین سراسري لومړنی کمپاین پلي کېږی

کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته نن د ۲۰۲۱ کال د پولیو واکسین ملي سراسري لومړنۍ کمپاین په لاره اچوي. دغه کمپاین د پنځو ورځو لپاره دوام مومي او موخه یې د پنځو کلنو لاندې ۹،۹ میلیونه ماشومانو واکسین کول دي.
دعامې روغتيا وزارت مظبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
که څه هم د پولیو د له منځه وړلو لپاره هڅې ګړندی شوی دی، خو د پولیو ویروس په وړاندې د ماشومانو د بدن معافیت ټیټوالي د هیواد په ځینو خاصو سیمو کې یوه ستره ننګونه ده.
د ماشومانو د معافیت ټیټوالي عمده دلیل دا دی چې هغوی ته د پولیو د واکسین د کمپاینونو پر مهال او یا هم د ورځني واکسیناسیون په بهیر کې لاسرسی په بشپړه توګه شونی نه دی او یا هم په ډیره سختی ورته لاسرسی موندل کېږي. له بده مرغه دغه ستونزه له وروستیو نېږدې دریو کلنو را په دې خوا د هیواد په ځینو خاصو برخو کې شتون لري.
له بلې خوا، د کرونا وبا هم د پولیو ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو د بدن د معافیت په کمزوري کولو کې جدي اغېزه وکړه. په ۲۰۲۰ کال کې نېږدې شپږ میاشتې د پولیو واکسین کمپاینونه له اپریل نه تر جولای میاشتې پورې د کرونایی وضعیت له امله وځنډول شول.
دغه وضعیت د پولیو د مثبتو پېښو په شمېر او همداراز د ماشومانو د معافیتی خلا په رامنځته کولو کې زیاتوالی راوست کوم چې مخکې له دې د جګړې او د پولیو کمپاینونو د مخنيوي له امله دغه خلا رامنځته شوې وه،
په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو د مثبتو پېښو ټول ټال شمېر ۵۶ پېښو ته ورسېد چې ۷۵ سلنه یې د پولیو واکسین د کمپاینونو لپاره د نه لاسرسي په سیمو کې رامنځته شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال له پیله تر دې دمه د پولیو کومه مثبته پېښه په هیواد کې نه ده ثبت شوې.
د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره پوره هوډ لري او خپله وړتي ایې په ۲۰۲۰ کال کې د کوید-۱۹ ناورین وضعیت سره، د پولیو په وړاندې د خوندي معافیت ورکونې کمپاینونو په پلي کولو کې وښوده.
د پولیو واکسین د ملي کمپاین په پیل سره، څه باندې ۶۵ زره روغتیايي کارکوونکي اتلان یوځل بیا دې ته چمتو دي چې د پولیو په وړاندې ماشومان د هیواد په هر ګوډ کې د کوید-۱۹ د مخنيوي اقداماتو په رعایتولو سره، واکسین کړي. دغه اقدامات د ماسک د اغوستلو، د لاسونو د سنیټایز د استعمالو، بیله تماس نه د ماشومانو واکسین کولو او همدا راز د خوندي واټن په ساتلو سره د کمپاین پر مهال پوره رعایتېږي.
له دې چې د پولیو پروګرام په روان کال کې، د پولیو په وړاندې د چتک معافیت د ورکونې په خاطر د پولیو واکسین د څو پړاونو د پلي کولو لپاره چمتو دی، نو له کورنیو او د ماشومانو د پالونکو څخه په درنښت غوښتنه کوي چې د کمپاین په هر پړاو کې د خپلو ماشومانو د واکسین کېدو څخه خپل ځانونه ډاډمن کړي.
د پولیو واکسین خوندي دی او د هیواد او د اسلامي نړۍ په کچه د دیني عالمانو له خوا یې تائید او کلک ملاتړ شوی دی. په هیواد کې د پولیو ویروس د خپرېدو د مخنيوي یوازنۍ اغېزمنه لار، هر ماشوم ته د څو ډوزو واکسین ورکول دي.
د پولیو پروګرام لاهم اندېښنه لري چې د هیواد په ځینو خاصو سیمو کې د پولیو واکسین د کور په کور کمپاین د مخنيوي له امله ښايي ۳،۳ میليونه ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې شي. له موانع پرته د حیاتي واکسین او نور اړینو خدمتونو له لارې ماشومانو ته لاسرسی هغه څه دي چې د پولیو او نورو ناروغیو د پراخ خپرېدو د مخنيوی لامل کېږی.
د افغانستان دولت، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف اداره او نور روغتیايی شریکان د بیړنیو ګډو هڅو غوښتونکي دی چې ټولو ماشومانو ته د واکسین کولو خوندی لاسرسي زمینه هواره شي او هر افغان د پولیو د ختمولو په برخه کې رغنده رول لوبولی شي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې پولیو تر دې دمه په کې نه ده ختمه شوې.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته