روغتیا

په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤ زره ٩٦٧ ته ورسېد

-کابل / د غويي ٢٣ مه / باختر
په تېرو ٢٤ ساعتوکې په هېواد کې د کرونا ويروس ٢٨٠ نوې پېښې ثبت شوې دي  چې په دې سره، په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤ زره ٩٦٧ ته ورسېد.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د کرونا ويروس د دغو مثبتو پېښو له جملې څخه په کابل کې ٨٤ پېښې، په بلخ کې ٣٣ پېښې، په ميدان وردګو کې ٢٨ پېښې، په ننګرهارکې٢٠ پېښې، په بادغيس کې٢٠ پېښې، په تخارکې ١٤ پېښې، په قندهارکې ١٣ پېښې، په هرات کې او پنجشېر کې ١٢ – ١٢پيښې ، په هلمند کې ٧ پېښې، په زابل کې ٥ پېښې، په سرپل کې ٥ پېښې، په پروان، جوزجان او کندز کې ٤- ٤ پېښې، په بدخشان او کاپيسا کې ٣ -٣ پېښې، په نيمروز او غورکې ٢ -٢ پېښې او دغه راز په روزګان، فارياب، سمنګانو، باميانو او پکتيا کې يوه يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
همدارنګه په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس ٥ اخته کسان مړه شوي دي چې له دې جملې څخه ٣ تنه په قندهار، او يو تن په نيمروز او يو تن په جوزجان کې مړه شوي دي چې په دې سره د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر ١٢٧ ته رسېدلى دى.
ختم -ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته