کابل / دکب ١٤مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت اعلام کړى دى چې تراوسه پورې په هېواد کې ٢٦٣٦٥روغتيايي کارکوونکي د کرونا واکسين ترلاسه کړي دي .
د عامې روغتيا وزارت مسوولينو ويلي دي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرونا واکسين د تطبيق بهير دوام لري اوتراوسه پورې د رسنيو په ٢٢٣ کارکوونکو هم د کرونا واکسين تطبيق شوى دى .
د حګومت د پروګرام له مخې؛ روغتيايي کارکوونکي، امنيتي اودفاعي ځواکونه ، د رسنيو کارکوونکي او جګپوړي دولتي مديران به په لومړى ګام کې واکسين شي .
د کرونا د واکسين د تطبيق بهير يوه اوونۍ مخکې پيل شو او تراوسه پورې هند د کرونا ٥٠٠ زره دوزه واکسين او چين د کرونا ٤٠٠ زره دوزه واکسين له افغانستان سره مرسته کړې ده .
ختم- ج- ا