اعلامیهخبرونه

په ولسي جرګه کې د ننګرهار پر استازي امیرخان یار د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د سلواغې ۲۷ مه / باختر
تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام پرون په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پر استازي امیرخان یار باندې په کابل – ننګرهار لویه لاره کې د تروریستي برید په پایله کې د هغه ساتونکي شهید او ټپیان کړل او په خپله له دې برید څخه روغ وتلی دی.
جمهوررییس غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل: پر خدمتګارو او وطندوسته شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف بشري جنایت دی او حکومت ته د زغملو وړ نه دی.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو وار بیا په ټینګار او تکرار له طالبانو څخه غواړي چې له زور، ترور، وحشت او جنایت څخه چې د موجوده بحران حل لاره نه ده، لاس واخلي او په هېواد کې اوسنی جنګ سخت او اوږد نه کړي.
جمهوررییس اړوندو ارګانونو ته د دغه برید د عاملینو د تعقیب او مجازاتو د لارښوونې ترڅنګ، د شهید کورنۍ ته د خپلې غمشریکۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته