نړۍ

په پاکستان کې زلزله وشوه

اسلام اباد ډان   دزمري دمياشتې  ٢٤ :

دامريکا دمتحده ايالاتو دځمکې پيژندنې سازمان خبرورکړ دريکتر په مقياس پنځو اعشاريه څلورو درجو په سختوالي يوې زلزلې نن سهار دپاکستان شمالي سيمې ولړځولې.

دغه سازمان څرگنده کړه تراوسه پورې دسرداحتمالي زيان اومالي تاوان په باب خبرنه دي ترلاسه شوي .

ددغې زلزلې مرکز دخيبر_پښتونخوا ايالت دسوات دسيمې په ٣٥ کيلومتري ژورتيا والۍ کې ثبت شوي دي او دخيبر_ پښتونخوا ايالت سرحدي سيمې اودهند جمواوکشمير يې لړځولي دي .

په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې دريکتر په مقياس داووه اعشاريه شپږو درجو په سختوالي يوه زلزله په دغوسيمو کي شوې وه چې څه دڅه دپاسه ٧٣ زره تنه پکې ووژل شول او څه ناڅه ديرش مليونه خلک بې  کوره شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته