ښوونه او روزنه

په پروان کې د یوه ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

۹- کابل / د لړم ٢٩ مه / باختر
په پروان کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ شو او پرانیستل شوه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د دغه اته ټولګيزه ښوونځي ودانۍ د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د دفتر په مالي مرسته د ۱۸۶زرو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
د پروان د پوهنې رییس وویل چې په دغه ولایت کې۵۳۰ ښوونځي فعال دي او په دغو ښوونځیو کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۲۱ زره زده کوونکي په زده کړې بوخت دي.
د دغه ښوونځي په پرانیستلو کې د پروان والي، د مهاجرینو د راستنولو چارو وزارت سرپرست، د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د دفتر لوی رییس او د دغه ولایت نورو مسوولانو ګډون لاره.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته