ټولنه

په پروان کې سلګونوکورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د وري ٢٨مه/باختر
د هېواد د ملي دفاع وزارت په پروان کې د ملي اردو د ٦٠٠ شهيدانو په کورنيو نن خوراکي توکي وويشل .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په پروان کې د ملي اردو مسوولينو د ملي اردو د ٦٠٠ شهيدانو په کورنيو چې د هېواد د دفاع په لاره کې شهيدان شوي دي اوړه ، غوړي ،وريجې ،بوره ،لوبيا ، چاى ، مکروني اومالګه وويشله.
د پروان والي فضل الدين عيار په دغه ولايت کې د امنيتي اودفاعي ځواکونو د شهيدانو له وارثانو سره د ملي دفاع وزارت د پاملرنې اوهمکارى قدرداني وکړه او له دغو کورنيو سره يې د زياتومرستو غوښتنه وکړه .
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته