ټولنه

په پروان کې سلګونو بېځایه شویو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه

– کابل / د کب ۹ مه / باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په پروان کې پر ۵۰۰ بې ځایه شویو کورنیو نغدې پېسې ووېشلې.
د پروان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عبدالواحد کریمي باختر آژانس ته وویل چې د کډوالو چارو ریاست پر هغو کورنیو چې د نا امنیو او د سېلاوونو د راوتلو له امله د پروان له ولسوالیو څخه بېځایه شوې او د دغه ولایت په مرکز کې استوګن شوې دي؛ نغدې پېسې ووېشلې.
هغه وویل چې په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ۱۵۰۰۰ افغانۍ ووېشلې شوې.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته