ټولنه

په پروان کې مصيبت ځپلوکورنيومرستې ترلاسه کړې

٣٤- کابل /د سلواغې ٢٢مه /باختر
په پروان کې څه د پاسه ١٥٠ اړو کورنيو نن نغدي مرستې ترلاسه کړې.
د باختراژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې؛ ١٥٥ کورنى چې د وروستيو سېلاونوله امله په چاريکارو ښار کې د دوى د استوګنې کورونه ويجاړ شوي دي او له جدي ستونزو سره مخ دي د اکسفام موسسې او څو نورو مرستندويو بنسټونو له هغوى سره نغدي مرسته وکړه .
ويل کېږي په هرې کورنى يوولس زره اته سوه پنځوس افغانۍ نغدې پيسې وويشل شوې.
د پروان د ولايتي شورا رييس امين الله شکوري د مرستندويو بنسټونود همدردۍ په خاطر مننه وکړه او له طبيعي پېښو سره د تياري او د کليود بيا رغاونې اوپرمختيا له رياستونو څخه يې وغوښتل چې په راتلونکو پروګرامونو کې ولايتي شورا ته خبر ورکړي چې مرستې په مستحقو کسانو وويشل شي . ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته