ټولنه

په پروان کې یوشپېته کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د تلې / ۲۰ / باختر
د ملګروملتو آی ، او ، ام موسسې د پروان د مهاجرینو او راستنېدونکوچارو د ریاست سرپرست په همکاری په پروان کې له ۶۱ بېځایه شویو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وکړه .
د پروان د مهاجرینو او راستنېدونکوچارو ریاست سرپرست مولوي نیازمحمد خالد د باختراژانس خبریال ته وویل : دغه کورنۍ له بېلا بېلو ولایتونوڅخه د وروستیو نا امنیو له امله په پروان کې ځای پرځای شوې دي.
د هغه د څرګندونوله مخې، د آی ، او ، ام موسسې له دغوکورنیو سره درې شړۍ ، د پخلنځي وسایل او دوه سولري څراغونه وېشلي دي او دغه راز د داکار موسسې په معیوبینو او بېوزلوکورنیو د روغتیايي بستې ، د اوبو یوفلتر ، څوکۍ او شپاړلس سیارتشنابونه وېشلې دي.
خالد په دغه ولایت کې بې ځایه شویو کورنیو ته له مرستندویو موسسوڅخه د نورو مرستو د جلبولو ډاډ ورکړ.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته