خبرونهامنیت

په پروان کې یو تن د نشه یی توکو د قاچاقو په تور ونیول شو

٣٣- چاریکار/ د مرغومي / ۱۴/ باختر
پولیسو تېره شپه د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې یو سړى د نشه یی توکو د قاچاقو په تور ونیوه.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند سلیم نوري د باختر اژانس خبریال ته وویل چې پولیسو دغه سړی د پروان د جبل السراج ولسوالۍ د ګلبهار په مربوطاتو کې ونیوه.
هغه وویل چې له دغه سړي څخه یوه اندازه نشه یی توکي او جنګي وسایل تر لاسه شول او له ده څخه تحقیقات پیل شوي دي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته