روغتیا

په پلخمري کې د بغلان امبولانس خدمتونه پيل شول

کابل / د کب ۵ مه / باختر
په پلخمري ښار کې د بغلان امبولانس خدمتونه د دغه ولايت د مشرتابه له خوا پرانیستل شول.
د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر مجيب الله حبيب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې بغلان امبولانس په بغلان کې عاجلو پېښو ته د ځواب ورکولو په موخه جوړ شوى دى چې په نويو او طبي وسايلو سمبال درې امبولانسونه په ٢٤ ساعته ډول د ناروغانو او ناروغ لرونکو په خدمت کې دي.
هغه د بغلان امبولانس جوړول يوه جدي اړتيا وبلله او زياته يې کړه چې په روان کال کې د جنګي، ترافيکي، جنايي او نورو پېښو څه دپاسه ٢٨٠٠ ټپيان د امبولانسونو په همکارۍ د بغلان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او تداوي شوي دي.
هغه زياته کړه: همدا اوس په بغلان امبولانس سربېره، ٣٢ نور امبولانسونه د بغلان په ١۴ اداري واحدونو کې فعال دي.
د بغلان والي محمد اکبر بارکزي د بغلان امبولانس د پرانیستلو په وخت کې د بغلان امبولانس ٢٤ ساعته فعاليت په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې يو مثبت ګام وباله او زياته يې کړه چې اوس هم په روغتيا برخه کې یولړ ستونزې شته چې بايد حل شي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته