فرهنګ

ډاکتر سيد مخدوم رهين داسلامي کنفرانس دځوانانو دچارو دوزيرانو په دويمه غونډه کې په ورزشي برخواودلوړوزده کړو په ساحوکې دځوانانو دبرياليتوبونو يادونه وکړه .

کابل باختر د وري  دريمه :
داطلاعاتو او فرهنګ اودځوانانو دچارووزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دسعودي عربستان دځوانانو دسوکالۍ دلوى رييس اعليحضرت  شهزاده نواث  فيصل  فهد عبدالعزيزپه بلنه داسلامي کنفرانس دځوانانو دچارو وزيرانو په دويمه غونډه کې ګډون وکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،داطلاعاتواوفرهنګ اودځوانانودچارووزير په دى غونډه کې وينا وکړه او دافغانستان دځوانانو دژوندانه دحالت اودهغو بدلونونو په باب چې دوروستي لسيزې په بهير کې  دافغانستان دځوانانو په ژوندانه کې رامنځته شوي دي څرګندونې وکړې او ويې ويل چې زموږ ځوانان دځوانانو دملي پاليسې په بيلابيلو برخوکې چې په هغو کې زياتره دولتي موسسې  دځوانانو نجونو اوهلکانو دمادي اومعنوي ژوندانه  دکچې دلوړولو په خدمت کې دي ،ښه برياليتوبونه لري .
ده دغه راز دورزش او دلوړو زده کړو په برخه کې دافغانستان دځوانانو دبرياليتوبونو يادونه وکړه او ويې ويل چې له دغو ټولو سره سره دمحدوديتونو په علت موږ ونه کړاى شول لکه څنګه چې لازمه ده دکارموندلو او دزده کړې په برخه کې دهيواد ځوانانو سره مرسته وکړو او په دې کار کې ددوست او ورور هيواد سعودي عربستان دخاصې پاملرنې  هيله کوو .
ديوبل خبر له مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ اودځوانانو دچارووزير ډاکتر سيد مخدوم رهين  په دى وروستيو وخت کې دځوانانو دچارودوزيرانو داسلامي کنفرانس ددويمې  ورځې په پاى کې له اعليحضرت شهزاده نواث فيصل  فهد عبدالعزيز سره په داسې حال کې چې داسلامي هيوادونو دکنفرانس په سازمان کې دافغانستان داسلامي  جمهوريت لوى سفير او دايمي  استازي  انجينر رحيم هم برخه لرله وکتل او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  سلامونه اوښې هيلې يې  دحرمين شريفين خادم اعليحضرت  ملک عبدالله اوشهزاده نواث ته ورسولې او ددواړو هيوادونو دژورو اوصميمانه اړيکو دسوابقو يادونه وکړه او دافغانستان دځوانانو دمادي اومعنوي  ژوندانه دودې او لوړولو کار ته دهغوى دپاملرنې غوښتنه وکړه اودتاييد وړ وګرځيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته