خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په پنجشیر کې د فني او حرفوي زده کړو د مرکز ودانۍ پرانیستل شوه

بازارک / د سلواغۍ / ۴/ باختر
په پنجشیر کې د فني او حرفه یی زده کړو د لومړني مرکز ودانۍ د کار ټولنیزو چارو د وزير او د پنجشیر د والي په ګدون پرانیستل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه ودانۍ د ولایتي پرمختیا له بودجې څخه د څه د پاسه اوو میلیونو افغانیو په لګښت په شپږ سوه متره مربع ځمکه کې په یوه پوړ کې په پاخه ډول جوړه شوې ده .
د دغې ودانۍ په پرانستلو کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج او د پنجشیر د مرکز یو شمېر مسوولانو ګډون درلود.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته