ټولنه

په پنجشېرکې لسګونه بې ځايه شويو کورنيو نغدي مرسته ترلاسه کړه

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
د پنجشېر د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمريت نن په دغه ولايت کې پر ۲۰۰ بېځايه شويو کورنيو د نغدي مرستې د وېش خبر ورکړ.
دغه کورنۍ له لغمان، تخار، بدخشان، بغلان، نورستان، پروان او بلخ څخه د نا امنيو له امله بې ځایه شوې او په پنجشېر کې ځاى پرځاى شوې دي.
د پنجشېر د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمر عبدالمجيد نوروزي باختر آژانس ته وويل چې په دې دوره کې پر هرې بېځايه شوې کورنۍ ١۵زره افغانۍ ووېشل شوې.
هغه زياته کړه: دغه پيسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له مرستو څخه پر دغو کورنيو ووېشل شوې.
د دې مرستې د وېش په وخت کې د پنجشېر د والي مرستیال محمد امين صديقي، د دولتي ادارو رييسانو او موظف پلاوی حاضر وو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته