امنیت

په پکتيا کې د داعش پنځه غړي ونيول شول

کابل / د تلې١٩مه / باختر:
په پکتيا کې د اسلامي امارت امنيتي ځواکونو په عملياتو کې پنځه تنه د داعش په ډله کې د غړيتوب په تړاو ونيول شول.
دغه عمليات تېره شپه په احمداباد ولسوالۍ کې پر يو پټنځي ترسره شو.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس خالقيار احمدزي باخترآژانس ته وويل: په دغو عملياتو کې پنځه تنه د داعش په ډله کې د غړيتوب په تړاو ونيول شول.
له نيول شويو کسانو څخه يوشمېر جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې د داعش په ډله کې پر غړيتوب اعتراف کړى دى او ويلي يي دي چې دوى په پکتيا کې د يولړ بريدونو د ترسره کولو په لټه کې و.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته