خبرونهښوونه او روزنه

په پکتيا کې د يو ښوونځي د جوړولوکار پيل شو

کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
په پکتيا کې د يو ښوونځي د جوړولو کار نن پيل شو.
د پکتيا د ښار جوړولو او اراضى رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې د دغه ښوونځي ودانى د ښار جوړولو او اراضى وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ٢٥ ميليونه ٦٠ زره افغانيو په لګښت د ٧٠٠ مربع متره ځمکې په ساحه کې جوړېږي.
هغه زياته کړه چې د دغه ښوونځي په ودانۍ کې د ښوونځي انګړ، اداري خونه، د کمپيوتر خونه، کتابتون، د څښاک د اوبو څاه او نورضروري ملحقات هم په پام کې نيول شوي دي .
هغه وويل چې د دغه ښوونځي په جوړولو سره د زده کوونکو ستونزه حل کېږي.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته