امنیت

په پکتیا کې درندې او سپکې وسلې ترلاسه شوې

کابل / د کب ۷ مه / باختر
افغان ځواکونو د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال درندې او سپکې وسلې ترلاسه کړې.
د پکتیا امنیه قوماندان نجیب الله سرتېر وايي چې په ترلاسه شویو وسلو کې ۴ کلاشینکوفونه، یو کرینکوف، اووه مخابرې، د (جي.پي.اس) دوه دستګاوې، یو کربین او یو توغندی شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې افغان ځواکونو مهمات او وسلې ترلاسه کړې وې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته