سیاست

په پکتیکا کې د حزب اسلامي ګوند غړو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ

کابل / د وږي ۱۵ مه / باختر
په پکتیکا د حزب اسلامي ګوند غړو او د بېلا بېلو ولسوالیو مشرانو او ځوانانو په یوه غونډه کې له اسلامي امارت څخه په بشپړ ډول ملاتړ اعلان کړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د حزب اسلامي ګوند غړو وویل: د دغه ګونډ ټول غړي له امتیاز پرته اسلامي امارت سره همکار دي او له کړنو به یې په کلکه ننګه وکړي.
دوی زیاته کړه چې د نوي نظام په څنګ کې هر ډول قربانیو ته چمتو دي او د هېواد د پرمختګ لپاره به له دوی سره ګډ کار کوي او شته ستونزو ته به په شریکه حل لارې لټوي.
د پکتیکا والي محمد عیسی یاسین وویل چې د حزب اسلامي ګوند په ملاتړ سره به د نظام کړنې او فعالیتونه نور هم ګړندي شي.
هغه وویل: د اسلام او مسلمانانو دښمن لا هم له غیر مستقیمو لارو خپل فعالیتونه روان کړي چې د مسلمانانو تر منځ د بېلتون توره او بدبخته کرښه کښ کړي؛ خو تل به هڅه کوي چې د اسلامي نظام تر چتر لاندي د قراني قانون په چوکاټ کې د خپلو ولسونو چوپړ وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته