– کابل/ د کب٦مه/ باختر
کانفو نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ نن په کابل کې ترسره شوې. د افغانستان د کانګفو فدراسیون ريیس حبیب الله فایض نن رسنيو ته وویل چې په یادو سیالیو کې۱۵۰ لوبغاړو له ٦٠ کانفو کلپونو ګډون کړی چې په ٩ کټه ګوریو کې ترسره کېږي.
فایض وایي، د دې لوبو جوړېدل هدف د کابل منتخبې لوبډلې ته غړیتوب دی چې د درېیو ورځو لپاره دوام کوي.
دهغه د څرګندونوله مخې د دې سیالیو په پای کې ١٨ لوبغاړي د کابل منتخبې لوبډلې ته غوره کېږي.
پاى \ ذ
5 د یوې دقیقې څخه لږ