کابل / د زمري ۱۴مه / باختر
په کاپيسا کې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره سلګونو کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى پیدا کړ.
دغه شبکه د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د کاپيسا په مرکز محمودراقي ښار کې د ۳ ميليونو ۵۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړه کړې ده.
د دغه وزارت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دې شبکې په جوړېدو سره څه دپاسه ۴۰۰ کورنیو د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى وموند.
پای\ سعيده
0 د یوې دقیقې څخه لږ