ټولنه

په کاپیسا کې خلکو خپلې ورځنۍ چارې پیل کړې دي

کابل / د وږي ۴ مه / باختر
د کاپیسا په مرکز محمود راقي او ټولو ولسوالیو کې امنیت ډاډمن شوی او خلکو په عادي ډول ورځنۍ چارې پیل کړې دي.
په دغه ولایت کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې په ښار او ولسواليو کې هېڅ امنیتي او جنايي پېښه نه ده رامنځته شوې او خلکو د سولې په فضا کې خپلې ورځنۍ چارې پیل کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې نن په ښار کې د تېرو ورځو په پرتله ګڼه ګوڼه زیاته شوې، ملکي او حکومتي ادارو فعالیت پيل کړی، خلک ښار ته راوتلي، مارکیټونه یې خلاص کړي او خپلې چارې یې پیل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته