Uncategorized

په کندز کې د بشري حقونو د نقضولو پېښې زياتې شوې دي

کابل / د سلواغې ۱۵ مه / باختر
په کندز کې د بشري حقونو د نقضولو موارد د تېرکال په نسبت ۲۰سلنه زياته شوي دي.
دغه ټکي په شمال ختيځه حوزه کې د بشري حقونو کمېسيون رييس سيد حفيظ الله فطرت د باختر آژانس له سيمه یيز خبريال بريالي همنوا ته بیان کړ او ويې ويل چې په کندز کې د بشري حقونو د نقضولو پېښې د تېرکال په نسبت ۲۰ سلنه زياتې شوې دي.
فطرت د بشري حقونو د نقضولو د مواردو په اړه وويل: هغه قضيې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې رامنځته کېږي، نه څېړل کېږي.
فطرت زياته کړه: په ټوليزه توګه هغه ۲۰۰ پېښې چې د کندز په دغه رياست کې ثبتې شوې دي؛ زياتره يې حقوقي او د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي مسئلې دي.
هغه وويل چې سږکال په تخار او بغلان کې د کندز په نسبت د تاوتريخوالي پېښې کمې دي.
په شمال ختيځ زون کې د بشري حقونو دخپلواک کمېسيون ساحوي دفتر کندز، تخار او بغلان تر پوښښ لاندې لري.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته