خبرونهاقتصاد

په کونړکې د پیازو او پټاتواتيا زیرمې پرانستلې شوې

٤٠- کابل / د مرغومي ۱۰ باختر
په کونړکې نن د ۴۳ میلیونوافغانیوپه لګښت د پیازو او پټاتو۸۰ زیرمې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د کرنې وزارت د پیازو او پټاتودغه زیرمې د کونړپه مرکزاو ولسوالیوکې د بزګرانوپه ۱۰ سلنې ونډې سره د ۴۳ میلیونوافغانیوپه لګښت جوړې کړې دي.
هره زیرمه د ۱۸ ټنوپیازو او پټاتود ساتلوظرفیت لري.
د کونړوالي محمد اقبال سعید د هېواد په برخه کې د کرنې پیاوړتیا مهم وباله او ډاډ یې ورکړچې د دغه ولایت د کرنیزومحصولاتو د پیاوړتیا او د بزګرانود اقتصادي ودې په خاطرګټورپروګرامونه ترلاس لاندې لري.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته