ټولنه

په کونړکې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سېلاو له خطر څخه خوندي شوه

کابل / د غبرګولي ٢٣ مه / باختر
په کونړ کې د يواستنادي ديوال په جوړېدو سره سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سېلاو له خطر څخه خوندي شوه.
د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د دې شبکې په جوړولو کې ١٩ ميليونه افغانۍ لګولي دي.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره واي د دغه ديوال په جوړېدو سره په وټه پورې ولسوالۍ کې سلګونه جريبه ځمکه ، بڼونه او د استوګنې کورونه د سېلاونو له خطر څخه خوندي شول.
دا په داسې حال کې ده چې سېلاونو کلونه کلونه د خلکو کرنيزو ځمکو او استوګنې کورنو ته زيان رساوه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته