خبرونهامنیت

په کونړ کې د ډار اچوونکو ضد عملیات پیل شول

۹- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د کونړ په المار ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو ضد عملیات پیل شول.
دغه عملیات نن سهار د هوایي ځواکونو په ملاتړ د سلګونو پوځیانو په ګډون پیل شوي دي او موخه یې د وسله والو طالبانو ځپل، د کاري فرصتونو برابرول او په المار کې د بیارغونې بهیر چټکتیا ده.
د هېواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي دي چې ددغو عملیاتو د پیل په لومړیو ساعتونو کې، پوځیانو په المار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د۴ ستراتیژیکي ساحو پر پاکولو بریالي شوي دي.
هغه وویل چې دغه عملیات به د وسله والو طالبانو له شتون څخه د المار ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته