خبرونهامنیت

په کونړ کې پنځه تنه د چارتراشو د قاچاقو په تړاو ونيول شول

 کابل / د لړم ١۴مه / باختر

د کونړ د استخباراتو منسوبينو پنځه تنه په دغه ولايت کې د چارتراشو د قاچاقو په اړوند ونيول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کونړ والي شيخ الحديث محمد قاسم خالد وايي چې د دغه ولايت د اسلامي امارت د استخباراتو منسوبينو دغه کسان د قاچاقو او له قاچاق وړونکو سره د همکارۍ په تور نيولي دي.

ويل کېږي دغه کسان يوه اندازه چارتراش په ماهرانه ډول په موټرو کې ځاى پرځاى کړي وو او بهر ته يې لېږدول.

دا په داسې حال کې ده چې په کونړ کې د اسلامي امارت مسوولينو څو ځلې د چارتراشو قاچاق وړونکو ته خبردارى ورکړی و.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته