ټولنه

په کونړ کې ۸۱۴ کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په کونړ کې ۸۱۴ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
په کونړ کې د کډووالو چارو ریاست په آډانه کې د ناړۍ، غازي آباد او اسمار ولسوالیو پر ۸۱۴ بې ځایه شویو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
د کونړ والي محمد عثمان ترابي د دغه ولایت خلک د مرستو مستحق وبلل او له نورو مرسته کوونکو ادارو یې هم وغوښتل چې له اړمنو کورنیو سره بشري مرستې وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته