امنیت

پکتیکاوال: د نظام د پایښت لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو یوو

۲۰- کابل / د سلواغې ۱۵ مه / باختر
د پکتیکا د یحیی خېلو ولسوالۍ مخور، مشران او ځوانان وايي چې د نظام د بقا لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دوی وايي چې د موقت حکومت خبرې ورته د منلو وړ نه دي او د نظام پر سر هر ډول قربانیو ته چمتو دي.
دوی د عباس ستانکزي هغه څرګندونې وغندلې چې څو ورځې وړاندې یې په مسکو کې کړې وې او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې د سولې خبرې ژر پیل کړي.
په ورته وخت کې د پکتیکا مرستیال والي محمد ابراهیم کټوازي ډاډ څرګند کړ چې د نظام د لا ځواکمن کېدو لپاره به کار کوي او چاته به اجازه نه ور نه کړي چې د شته نظام پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
د پکتیکا په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو له هغې وروسته د طالبانو د قطر د دفتر سیاسي مرستیال عباس ستانکزي څرګندونې وغندلې چې په مسکو کې یې د جمهوررییس غني د استعفا غوښتنه وکړه او ویې ویل چې چارې دې یو بل نوي لنډمهال حکومت ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا درېو میاشتو راهیسې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې دوه اړخېزې ناستې دوام لري چې تراوسه یې کومه مثبته پایله نه ده څرګنده شوې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته