امنیت

څلور طالبان په جوزجان کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول

کابل/ د کب١٠مه/ باختر
څلور وسله وال طالبان په جوزجان کې د پوځيانو په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باخترآژانس ته وويل دغه وسله وال طالبان هغه وخت د جوزجان د خانقا ولسوالۍ په شاه ميرزايي سيمه کې ووژل شول چې د دوى دغونډې پر يو مرکز د افغان پوځيانو هوايي بريدونه وشول.
خبرځاى زياته کړه په دې پېښه کې ٣ نور وسله وال طالبان سخت ټپيان او د هغوي يوشمېرجنګي وسايل او نقليه وسايط له منځه يووړل شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته