خبرونهامنیت

څوارلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

– کابل / د مرغومي ۲۰ / باختر
څوارلس وسله وال طالبان په روزګان کې په نویونښتوکې ووژل شول او ۸ تنه نورټپیان شول.
دغه جګړې تېره شپه په نادعلي او نهرسراج ولسوالیوکې د پوځیانو پرپوستو د طالبانوله بریدونو وروسته ونښتې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي ډي چې په دغو جګړو کې ۱۴ طالبان ووژل شول او ۸ نورټپیان شول.
د را رسېدولوخبرونوله مخې، د طالبانو له بریدونو وروسته هوايي قواوولاس په کارشول او د ځمکنیوځواکونوپه ملاتړپر یرغلګرو بریدونه وکړل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، پوځيانو د روزګان په ګڼ مېشتولارو کې د ۱۰ ماینونوپه کشفولواو شنډولوسره د یولړچاودنومخه ونیوله.
د دغوماین ښخوونو په اړه څوک نه دي نیول شوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته