کابل / دکب ١٤مه /باختر
د نيمروز پوليسو پرون ١٣ کيلوګرامه نشه يي توکي د دغه ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې کشف اوضبط کړل.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل قاچاق وړونکو ١٤ کيلوګرامه نشه يي توکي په يوموټر کې ځاى پرځاى کړي واو غوښتل يې نامعلوم ځاى ته ولېږدوي چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د منسوبانو له خوا د چخانسور ولسوالۍ په اواره کلي کشف اوضبط کړل
هغه وويل په دې اړوند يوتن نيول شوې دى.
ختم- ج _ ا