کابل / د لیندۍ ۲ مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم دخپل کار په دفتر کې د (HZ Trading Company ) چينايي شرکت له چارواکو سره د افغانستان په مسلخونو کې د پانګونې په هکله خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ياد شرکت چارواکو لېوالتيا وښوده چې د هېواد په مسلخونو کې به پانګونه وکړي او ويې ويل چې د اسلامي امارت د هوکړې په صورت کې دوی غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
هغوی وويل: که د کرنې وزارت مسلخونه د دغه شرکت په معيارونو برابروي د کرنې وزارت سره د هوکړې په صورت کې ياد مسلخونه په اجاره نيسي او که د دوی په معيارونو برابر نه وو، دوی په خپله نوې مسلخونه جوړوي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال وويل:”اسلامي امارت خصوصي سکټور ته د فرصتونو چمتو کولو او له دوی سره همکاريو ته ژمن دی، هر هغه شرکت چې په اسلامي اصولو برابر څاروي ذبحه کړي، د هوکړې په صورت کې به کرنې وزارت امکانات د دوی په واک کې ورکړي”.
ن/ر