کابل/ باختر/ د زمري ١٤مه
لس وسله وال طالبان پرون په فراه کې ووژل شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د فراه د بکواه ولسوالۍ په جوزا کلي کې هغه وخت ووژل شول چې د دې ډلې په چاوديدونکو توکو ډک دوو موټرونو باندې هوايي بريد وشو.
هغه زياته کړه: په بريد کې د دښمن دواړه موټرونه له منځه يوړل شول.
پاى ذ