سیاست

فضل الهادي مسلميار په اندونيزيا کې دافغانستان له نوى سفيرسره وکتل

– کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميار نن داندونيزيا په  جمهوريت  کې دافغانستان له نوى سفير غلام سخي غيرت سره دملي شورا په مقر کې وکتل .

دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دسنامجلس رييس دافغانستان له خلکو اودولت سره داندونيزيا دخلکو او ددولت دمشرتابه دښه نيت  اودځانګړي علاقمندي له امله چې  دروان کال دليندي  په مياشت کې يې دغه هيوادته سفر  کړي و قدرداني وکړه اوله ده څخه يې وغوښتل چې افغانستان ته داندونيزيا دهمکاري په جلبولو کې ددغه هيواد ددولت له مساعد دريځ څخه په استفادي سره هلې ځلې وکړي  ځکه ددغه هيواد دمشرتابه مقاماتو اندونيزيا ته دمشرانو جرګي  دپارلماني هيئت دسفر په وخت کې ددواړوو هيوادونو داسلامي عالمانو ترمنځ داړيکو دتامينولو اودغيزمنو پارلماني اړيکو دټينګښت ، دفرهنګي اواسلامي مرکزونو دجوړولو ، دسولې دتامينولو اودهيواد دبيا جوړولو په بهيرکې دهمکاري  په لاره کې دزياتو مرستو ژمنه کړې ده.

په  کتنه کې   په اندونيزيا کې دافغانستان نوى سفير سخي غيرت دمشرانو جرګي درييس دسپارښتونو داجرا کولو دژمنې په ترڅ کې وويل چې دافغانستان اسلامي دولت  له اندونيزيا سره په خپلو ديپلوماتيکي اړيکو کې دستراتيژيکي بيلانس دلوړولو  لپاره هوډمن دى له دغه ستر هيوادسره چې زيات شمير وګړي يې مسلمانان دي په ترقي او پرمختګ کې ، دولسواک نظام په ټينګښت او د ژوندانه دسالم چاپيريال په ساتنه کې زياتي تجربي لري خپلې  اړيکې  پراخې کړي  اوله دغه هيواد سره ديپلوماتيکي فعاليتونوته پراختيا ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته