خبرونهUncategorizedفرهنګټولنه

ډاکټر وفايي زاده: هنرمندان کولای شي چې د هنر له لارې خلک وحدت او یووالي ته راوبلي

کابل / د زمري ۱۳ مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن په ملي ګالرۍ کې له هنرمندانو سره په غونډه کې وویل چې یو مخور نه شي کولای چې په لنډه موده کې ډېر خلک سره یوځای کړي؛ خو هنرمند بیا هغه څوک دی چې کولای شي د خپل هنر له لارې په لنډ وخت کې ډېر خلک یووالي او وحدت راوبلي.

دغه غونډه له هنرمندانو سره د همغږۍ، له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د هنر له لارې ټولنې ته د مثبت پیغام ورکولو په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت په نوښت جوړه شوې وه چې د افغانستان پر نوموتو سندرغاړو آریانا سعید، ګودر ځاځي او فرزانې نوابي سربېره زیات شمېر هنرمندانو په کې ګډون کړی وو.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد قاسم وفايي زاده په دې غونډه کې وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت که په هر هېواد راشي، هغه هېواد به بیړنی حالت اعلان کړي؛ خو افغانان بیا هم د یو روښانه راتلونکي په هیله ژوند ته دوام ورکوي او خپلې چارې ترسره کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر زیاته کړه چې هنر کولای شي چې ټول خلک سره پر یوه ټغر راټول کړي.

وفايي زاده وايي چې هنر له روح سره اړیکه لري او حماسي هنر کولای شي چې مات شوی زړه بیا ورغوي.

د وفايي زاده د څرګندونو له مخې؛ یو مخور نه شي کولای چې په لنډو خت کې ډېر خلک سره یوځای کړي؛ خو هنرمند کولای شي چې په لنډ وخت کې د هنر له لارې خلک یووالي او وحدت راوبلي.

هغه له هنرمندانو وغوښتل چې د خپل هنر له لارې ټولنې ته مثبت پيغام وړاندې کړي او خلک یووالي ته راوبلي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي هنر د ژوند تصویر وباله.

حکیمي زیاته کړه چې د افغانستان د هنر د وژلو هڅه د افغانستان د کلتور او هویت له وژلو سره همهاله راپیل شوې ده.

هغه وویل چې افراطیت تر ټولو وړاندې هنر وژني، هیله ده چې هنرمندان د خپل هنر له لارې د ټولنې فکري رغونه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دروازه هر وخت د هنرمندان پر مخ خلاصه ده او دوی کولای شي چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له وزارت شریکې کړي.

په غونډه کې اریانا سعید، ګودر ځاځي او فرزانې نوابي هنرمند د ټولنې آیینه وباله او د افغانانو پر یووالي او وحدت یې ټینګار وکړ.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته