خبرونهروغتیا

کاپيسا کې په سلګونو کيلوګرمه تېرتاريخ خوراکي توکي وسوځول شول

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
څه دپاسه ٤٠٠ کيلوګرامه تېرتاريخ اوبې کيفته خوراکي توکي نن په کاپيسا کې وسوځول شول.
د کاپيسا دعامې روغتيا رييس محمد شعيب دانش د باختراژانس خبريال ته وويل چې د عامې روغتيا رياست د څيړنې ټيم د پوليسو او دښاروالۍ په همکارى ٤١٩ کيلوګرامه تېرتاريخ او بې کيفيته خوراکي توکي د محمود راقي ښار له مغازو او دوکانونو راټول کړي و د مسوولانو په وړاندې وسوځول.
دعامې روغتيا مسوولانو له دوکاندارانو وغوښتل چې په راتلونکې کې تېرتاريخ خوراکي توکي ونه پلوري.
ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته