تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کورنۍ، سیمه ییزه او نړیواله اجماع او د سولې خبرې

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
له اوږده ځنډه او همدارنګه ګڼو ناندریو او شکونو وروسته بېګا ماښام د افغانستان اسلامی جمهوري دولت د پلاوي او همدارنګه طالبانو پلاوي مشرانو او ځینو غړیو په دوحه کې سره وکتل. دې کتنې یو ځل بیا د سولې خبرو د پيل لپاره د خلکو په زړونو کې هیلې راوټوکولې. د دغو خبرود بیا پيل او همدارنګه په ښه توګه د هغوی د پرمخ بیولو لپاره کورنۍ، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
ځینو اټکل کاوه چې ښایي دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته سره جرګه نه شي او دا خبرې بیا کله هم پيل نه شي؛ خو بېګا ماښام د دواړولوریو د مرکچي پلاویو مشرانو سره وکتل.
په خپرو شویو رپوټونو کې راغلي دي چې دا کتنه په ښه فضا کې ترسره شوه. په دې توګه د خبرو د بیا پيل او یا نه پیل په اړه یو شمېر اندېښنو ته د پای ټکی کېښودل شو؛ خونه ټولو اندېښنو ته. اوس هم لا ګڼې اندېښنې شته او هره شېبه کېدای شي دا بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ شي. د دې لپاره چې د سولې خبرو پيل شوی بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي او په ښه او بریالۍ توګه پر مخ لاړ شي، تر هرڅه وړاندې کورنۍ، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده.
کورنۍ اجماع برخلیک ټاکونکې ده. که افغانان خپله د سولې اړتیا او ضرورت درک نه کړي او په دې اړه یوه خوله نه شي او پياوړې ملي اراده ښکاره نه کړي؛ نو څرګنده ده چې بیا نه سیمه ییزه اجماع څه مرسته کولی شي او نه هم نړیواله اجماع. دا د افغانانو ګډ ملي مسوولیت دی چې د سولې لپاره کار وکړي، سوله خپل تر ټولو ستر ملي لومړیتوب وګڼي، خپل ټول شخصي، سیاسي، سمتي، مذهبي، ژبني او نور ډول ډول اختلافات یوې خواته کېږدي او د لوړو ملي ګټو تر بیرغ لاندې د سولې لپاره کار وکړي. که په کور دننه دغه راز روحیه او هوډ رامنځ ته نه شي او ټول که هغه دننه په دولت کې دي او یا له دولته دباندې، که دننه په نظام کې دي او یا له نظامه دباندې، موافق دي او یا مخالف، د حکومت په لیکو کې دي او یا هم د مخالفانو په لیکوکې، د سولې په ګډ ملي سنګر کې ونه درېږي؛ نو بهرنیان افغانانو ته سوله راوستی نه شي. سوله د افغانانو ضرورت دی او د افغانانو مسوولیت دی.
خو د دې خبرې مانا دا نه ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه هم په دې برخه کې مسوولیت نه لري. له بده مرغه د افغانستان موضوع له کلونو راهیسې نه یوازې یوه سیمه ییزه، بلکې نړیواله موضوع ده او ګڼ بهرني لوري په کې ښکیل دي. له دې امله د سولې په خبرو کې او د دغو خبرو د ښه پر مخ بیولو لپاره سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده. له سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پرته کورنۍ اجماع نیمګړې ده.
لکه په کور دننه چې باید ټول د سولې په ګډ سنګر کې ودرېږي، دغه راز باید د سیمې او نړۍ هېوادونه هم د سولې ګډ دریځ غوره کړي. منو چې یو شمېر هېوادونه به دې یا هغې ډلې ته لیوالتیا لري، ملاتړ به یې کوي، یو ډول خواخوږي او اړیکې به ورسره لري؛ خو دوی باید دا موضوع درک کړي چې له دغو اړیکواو لیوالتیا سولې ته د هغه لوري د هڅولو لپاره کارواخلي، نه برعکس.
موږ د سیمې او نړۍ هېوادونه رابولو چې د سولې په اړه ګډ دریځ غوره کړي، د ټولو هغو هڅو او کوښښونو ننګه او ملاتړ وکړي چې هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کمولو او جګړې له درولو سره مرسته کولای شي.
پوره باوردی که موږ د سولې په اړه کورنۍ، سیمه ییزه او نړیواله اجماع نوره هم غښتلې او پياوړې کړو؛ نو د خبرو روان پيل شوی بهیر به هرومرو بري ته رسېږي او افغانان به د جګړې له شره یو ځل او د تل لپاره خلاصون مومي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته